د تاجکستان ولسمشر له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه وکړه

د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وایي چې ولسمشرامام رحمان د نړیوال بانک له مشراجی بنګا Ajay Banga سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې اړتیا ده د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي.

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپورله مخې، په دې کتنه کې چې په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه، ولسمشر رحمان ټینګار وکړ چې د دغې سترې پروژې چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، کار یې باید له سره پیل شي.

د راپورله مخې، د دغې پروژې په عملي کیدو سره به له قرغزستان او تاجکستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدول کیږي.

د آسیا پراختیایي بانک ترڅنګ نړیوال بانک چې په افغانستان کې د سترو پروژو له مهمو تمویلوونکو ګڼل کېږي، د تېرکال په دوبي کې اعلان وکړ چې افغانستان او پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د برېښنا غځولو د پروژې له تمویل څخه لاس اخلي.