پاکستان: د ګیلګیټ د پېښې په تور ۱۷ کسان نیول شوی

له ارشیفه د پاکستاني پولیسو یو تصویر

پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو په ګیلګیټ کې پر یوه بس د وروستي برید په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي دي.

په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او پنځه وییشت نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې، د شمالي ګیلګیټ بلستان د سیمې د پولیسو مشرشاه ولي خان وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې چې دغه پیښه شوې، پر یو شمېر ځایونو عملیات کړي او ۱۷تنه یې نیولي.

هغه همدارنګه وویل چې د دې پیښې یوه بل سخت ټپي په روغتون کې ساه ورکړه او د مړو شمېر لسو ته ورسېد.

پر دغه بس چې سپرلۍ یې له ګیلګیټ څخه د راولپنډۍ ښارته لیږدولې، ډزې وشوې چې چلوونکي یې کنټرول له لاسه ورکړ او له یوې لارۍ سره یې ټکر وکړ او اور یې واخیست.

د دواړو موټرو چلوونکي ځای پرځای مړه شول.

تراوسه د دغه برید مسولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي هم په دې پیښه کې خپل لاس لرل ردکړي دي.