اسراییلي پوځیانو په غزې کې له حماس سخت دریځې ډلې سره جګړه کړې

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

اسراییلي پوځیانو نن دوشنبه په غزې تړانګه کې له حماس سخت دریځې ډلې سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، جګړه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د کډوالو په ګڼ مېشته او کلابنده شوې جنوبي سیمه کې پلان شوې ځمکنۍ جګړه پيل کړې ده.

رویټرز بې له دې چې د کره مرګ‌ژوبلې شمېر وښيي لیکلي چې د اسراییلو په تازه بمباریو کې لسګونه فلسطینیان وژل او ټپیان شوي دی.

د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ جګړه له ۷ ورځني اوربند وروسته چې د ‌ډسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد، بېرته پيل شوې ده.

د دغه اوربند پر مهال د حماس له خوا یرغمل شوي ۱۰۵ تنه چې تر ډېره اسراییلیان وو، د فلسطین له ۲۴۰ بندیانو سره تبادله شول.