جاپان له افغانستان سره د ٥۸.۴ میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې

د جاپان بیرغ

جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسېږي.

د دغو مرستو اعلان داسې مهال کېږي چې نن د ډسمبر څلورمه په افغانستان کې د وژل شوي بشرپاله جاپاني تیتڅو ناکامورا څلورم تلین دی.

ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د جاپان سفارت ویلي، ناکامورا اوس نه شته، خو د هغه پروژې د هغه د جاپاني او افغان همکارانو له خوا دوام لري.

جاپاني چارواکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې له افغانستان سره د ټولو مرستو اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.