د امریکا پوځ: په سره سمندرګي کې درې تجارتي کښتۍ په توغنديو لګېدلي

د سره سمندرګي یوه څنډه

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ وايي، په سره سمندرګي کې درې تجارتي کښتۍ په هغو بالیستیک توغنديو لګېدلي چې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې یمن څخه پرون یکشنبه توغول شوي وو.

د پوځ په وینا، د امریکا یوې جنګي کښتۍ درې بې پېلوټه الوتکې له ځانه د دفاع پر مهال نسکورې کړې دي.

د دې حملې مسوول حوثي یاغیان ګڼل شوي چې ایران یې ملاتړ کوي او دا حمله د سیمې په سطحه د کړکېچ زیاتوالی ښيي.

په سیمه کې له وړاندې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حملې، نړیوالې سوداګرۍ او سمندري امن ته مستقیم خطر جوتوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې درې تجارتي کښتۍ او عمله یې د ۱۴ هېوادونو مربوط دي.