نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله 'تیتڅو ناکامورا' څلورم تلین دی

ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

نن د ډسمبر ۴مه د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتڅو ناکامورا څلورم تلین دی.

ډاکتر تیتڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه چې په کاکا مراد مشهور و د افغانستان په ختیځ په تېره ننګرهار کې شاوخوا شل کاله خدمت وکړ.

د هغه له مهمو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰ څاګانو کېندل، د مروارید کانال بشپړول چې ګمبیري دښته کې یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه.

هغه همداراز په یاده دښته کې اوه سوه زره ونې کېنولې.

د ناکامورا له وژل کېدو وروسته په ننګرهار کې د وخت ځايي مسوولانو د ده په نوم یو یادګاري څلی جوړ کړ او په خوست ولایت کې یو واټ هم د ده په نوم شو.