هرات کې د ښځو په ګډون سلګونو تنو پر شیعه ګانو د وروستي برید پر ضد اعتراض وکړ

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

په هرات کې په سلګونو کسانو چې ښځې هم پکې وې نن یکشنبې په دې ولایت کې پرشیعه ګانو د وروستي برید د قربانیانو د ښخولو په مهال پرشیعه ګانو د بریدونو په وړاندې اعتراض څرګند کړ.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، د عالمانو د شورا یوه غړي حسین عظمي دې آژانس ته وویل چې د هرات په جبرییل ښارګوټي کې د یوشمېر قربانیانو د ښخولو په مهال یو شمېر ښځینه معترضانو، مړه دې قاتلان او موږ امنیت غواړو، شعارونه ورکول.

معترضانو همدارنګه غوښتنه کوله چې په هرات کې پرشیعه لږکیو د بریدونو عاملان دې عدالت ته راکاږل شي.

د راپورله مخې، په هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست چارواکو ویلي وو چې د تېرې جمعې په ورخ پردوو شیعه عالمانو چې په یوه ریکشا کې سپاره وو، د ناپېژنده وسله والو په برید کې اوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی، خو د سیمې اوسیدونکو په دې برید کې د دوو شیعه عالمانو په ګډون د ۶ تنو د وژل کیدو خبره کړې چې ۲ تنه یې ښځې ښودل شوې دي.

له دې پېښې یوه اوونۍ مخکې هم په دې سیمه کې د خادم حسین هدایتي او رجب اخلاقي په نومونو دوه شیعه عالمان هم وژل شوي وو.

د دغو بریدونو مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو له دې مخکې د ډېرو دا ډول حملو مسوولیت چې شیعه ګان پکې په نښه شوي دي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی دی.