اوچا: افغانستان په اقلیمي بدلون کې له لږې ونډې سره- سره زیات اغېزمن دی

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د اوبو کمښت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم بدلون سخت ځپلی خو په اغېزو کې یې تر ټولو کمه ونډه لري.

اوچا نن په خپله ټولنیزه شبکه اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د مضره ګازونو یوازې ۰،۰۱ سلنه جوړوي.

دغه اداره زیاتوي، موږته په کارده چې د عادلانه حل لارو لپاره یوځای شوو او د هغو ملاتړ وکړو چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د اقلیم بدلون په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ په تېره هغوی چې د عاید سرچینې یې پرکرڼه ولاړه ده، ګواښي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما پرون شنبې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونوله ۲۸م کنفرانس سره هم مهاله، له ښکېلو اړخونو غوښتي وو چې د پوهاوي پر ځای عمل ته مخه کړي، ځکه د یوناما په خبره د اقلیم ټکانونه او فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي.

د اقلیم د بدلون په اړه دې نړیوال کنفرانس کې چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبرتر دولسمې نېټې به دوام کوي، د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.