نتنیاهو: حماس سره د اوربند د تمدید مذاکراتو پایله ورنه کړه، مرکچیان مو قطر نه بېرته ستنیږي

د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر پرون ویلي، په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان به خپل هېواد ته ستانه شي.

د نتنیاهو په سپارښتنه د اسراییل د بهرنیو استخباراتي خدماتو ادارې (موساد) مشر ډېوېډ برنیا ته امر شوی چې مرکچي ډله یې له قطر څخه روانه شي.

د نتنیاهو دفتر ویلي تروریستي سازمان حماس، د لنډمهاله اوربند په موافقه کې له خپله اړخه عمل نه دی کړی.

اسراییل د اوو ورځو لپاره د نافذ شوي اوربند د مهلت له ختمېدو وروسته په غزه کې بیا بمباري پیل کړه چې نن یې درېیمه ورځ ده.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

له هغې وروسته اسرائیل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

د اسراییل او د حماس افراطي ډلې ترمنځ د اووه ورځني اوربند پر مهال ځینې یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شول.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیله څه باندې ۱۵زره فلسطینیان وژل شوي، خو دغه شمېرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.