اوتنبایووا: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اېستو دوی ګڼو ستونزو سره مخ کړي

له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغان کډوال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ستنولو، دغه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایووا دغه څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې کړې دي.

د دغه وزارت په حواله، مېرمن اوتنبایووا ویلي، چې نړیواله ټولنه د دغو افغانانو د ستنېدو بهیر په دقت څاري.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د راستنېدونکو افغانانو او د هرات د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره د ۱۱ ملیارده افغانیو په ارزښت د اضافي مالي مرستې خبر ورکړ.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي، تر ډېره له پاکستانه بې اسناده افغانان په بد وضعیت کې افغانستان ته ایستل کېږي چې دوی په افغانستان کې نه سرپناه لري او نه هم کاري فرصتونه.