افریقا؛ د مسو د یوه کان نړېدو ۷ کیندونکي مړه او ۲۰ نور نادرکه کړي

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د افریقا په زامبیا هېواد کې پولیس او محلي چارواکي وايي تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له کبله د مسو د یوه کان یوه برخه نړېدلې او ۷ مشکوک غیرقانوني کان کیندونکي مړه او شل نور لادرکه دي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي.

چاراکو پرون شنبه ویلي، د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنج شنبې ناوخته شوې او تر اوسه یو مړی هم نه دی ترلاسه شوی.

ګومان کېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوې وي.

پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو.

دولتي چارواکو ویلي د مسو د کان په تونلونو کې تر ۳۰ زیات کان کیندونکي بوخت وو، خو بیا یې هم دوی دقیق شمېر نه دی ویلی.