غزه کې نن بیا د اسراییلو سخته بمباري روانه ده

د غزې له تازه تصویرونو

پر غزې نن د دویمې ورځې په مخه د اسراییل سخته بمباري روانه ده.

وروسته تر دې چې تر څه باندې یوې اوونۍ وروسته د اسراییل او حماس ترمنځ د نړیوالې ټولنې د هڅو سربیره اوربند مات شو، اسراییل پر غزې حمله پيل کړې ده.

له غزې د اسمان لور ته خړ لوګی پورته شوی دی.

په غزه کې د حماس ډلې روغتیا وزارت ویلي دي چې له پرون راهیسې د بریدونو په ترڅ کې تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.

حماس ډله د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

اسراییل او حماس یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.