پاکستان: د طالبانو حکومت سره مو د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پيل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ترهګرۍ او امنیت په اړه مذاکرات پیل کړي دي

د دې وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په اسلام‌‌اباد کې رسنیو سره خبرو کې له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته وویل، دا خبرې د دوی استخبارات مخ‌ته وړي او نه غواړي اوس‌مهال په دې اړه ډېر جزییات ورکړي.

خو هغې زیاته کړه، پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په اړه چې د نوموړې له قوله، په افغانستان کې پټنځایونه لري، د هغوی د شتون او فعالیت په اړه ا ندېښمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل چې د دې ډلو پر ضد باید اغېزمن او معنی لرونکي اقدام وشي او دوی باید د دې ډلو پر وړاندې د طالبانو حکومت د اقداماتو ثابتې پایلې وګوري.

دا په داسې حال کې ده پرون یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان سرپرست حکومت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې هر به ډول برید ته چې له ګاونډي هېواد سره تړلی وي، سخت ځواب ورکړي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.