د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر تازه ارزونه بحث شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام دایمي استازي نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د کاناډا، قطر او بریتانیا د دایمي استازولیو مننه کړې چې د افغانستان په اړه یې 'د افغانستان د دوستانو ډلې' پرونۍ غونډه تنظیم کړې وه.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر تازه ارزونه بحث شوی دی.

فایق نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، د ارزونې د سپارښتنو د اجرا لپاره هر ډول فوري اقدام باید په ځانګړو شرایطو او د لارې په یوې نقشې پورې مشروط وي او د اقداماتو د یوه پروګرام له لارې مخ ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبه د تړلو دروازو تر شا په خپله خصوصي غونډه کې د سینیرلي اوغلو پر ارزونه بحث وکړ.

د فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په باب په خپله ارزونه کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرېش هم تایید کړې، راتلونکي لیدلوري ته کتنه کړې ده.

دغه راپور چې څه باندې دوې اوونۍ مخکې امنیت شورا ته وړاندې شوی و، د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره پر 'بین الافغاني مذاکرو' او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام د لارو چارو وړاندیز کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په مارچ میاشت کې د دغه سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه يوه خپلواکه ارزونه وکړي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د موجوده ننګونو د حل لپاره د یوې متحدې او همغږې نړیوالې تګلارې په اړه خپل وړاندیزونه د نومبر تر ١٧ وړاندې کړي.

د سینیرلي اوغلو ارزونه وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د ټینګښت او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره باید یو ملي بحث پیل شي.