ملګري ملتونه: بشري مرستې د میلیونونو افغانانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري له اړمنو افغانانو سره د مرستې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، په افغانستان کې بشري مرستې د میلیونونو کسانو لپاره د ژغورنې یوه لار ده.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "د اتکا د دایرې ماتېدل په دې معنی دي چې موږ باید پر ځینو برخو پانګه وکړو."

د ساري په ډول دغې ادارې د خلکو اساسي بشري اړتیاوې، د خصوصي سکټور پراختیا، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، اقلیمي بدلون او نور مسایل یاد کړي، چې باید پام ورته وشي.

نړیوالو سازمانونو ویلي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بشري بحران پراخ شوی دی.