د ملګرو ملتونو متخصصان: په سوډان کې جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی

د سوډان د پلازمېنې خرطوم یوه څنډه

د ملګرو ملتونو په لسګونو متخصصانو پرون پنجشنبه وویل په جګړه ځپلي سوډان کې له جنسي زورزیاتي د جګړې د ابزار په توګه کار اخیستل کېږي.

د دغو متخصصانو په وینا، په ځینو مواردو کې دغه جنسي زور زیاتی د قومي انګېزې له مخې شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغو متخصصانو غوښتنه کړې چې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

له اپرېل میاشتې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفادار ځواکونه چې دا مهال پر سوډان واکمني کوي او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو ترمنځ چې مشري یې محمد حمدان دقلو کوي جګړه روانه ده.

د ځینو شمېرو له مخې په دې جګړه کې تر ۱۰زرو ډېر کسان وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي چې ۶ میلیونه او درې لکه نور کسان له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو متخصصانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی ته د جګړې د ابزار په توګه د جنسي ځورونې په ګډون د جنسیت پر اساس د زور زیاتي راپورونه رسېدلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د برلاسۍ حاصلولو، د دوی د ډارولو او مجازاتو لپاره کارول شوي دي.