چارواکي: د عراق ختیځ کې د چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي

ارشیف: په عراق کې یوې چاودنې انځور

د عراق دوو امنیتي چارواکو نن جمعه ویلي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې او ډزو له کبله لږترلږه ۱۱ ملکیان وژل شوي دي.

د دیاله والي مثنی التمیمي د پروني ماښام د دې پېښې مسوول د یوې افراطي ډلې وسله‌وال بللي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د حملې هدف هغه میني بس موټر و چې ملکیان یې د انتخاباتو په اړه له یوې غونډې راستنول.

دغه غونډه د دغو ملکیانو د خپلې قبیلې د کاندیدانو له خوا تنظیم شوې وه.

د دیالي والي دا د اسلامي دولت ډلې د افراطي وسله‌والو کار بللی دی.

مثنی التمیمي په خپل فېسبوکپاڼه کې له امنیتي ځواکونو غوښتي چې د افراطي وسله‌والو د شبکو په وړاندې لا شدید اقدامات وکړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش لا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.