بلېنکن: اسراییل دې په غزه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر اسراییلو غږ کړی چې د پوځي عملیاتو له پیلولو مخکې دې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړي.

بلېنکن پرون د نومبر په ۳۰مه په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل چې اسراییل باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بشري پروګرامونه پلي کړي څو د بې ګناه فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې کچه راکمه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په دغو خوندي زونونو کې د غزې د تړانګې په جنوب او مرکز کې د هغو سیمو او ځایونو ټاکل شامل دي چې خوندي او د ډزو له لیکې بهر وي.

هغه په غزې تړانګه کې د اوربند په اوومه ورځ خبرې کولې چې په نتیجه کې یې د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې یو زیات شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شول.