پولیسو ته د پاکستاني چارواکو نوی امر: له بلوچستانه په یوه ورځ ۱۰زره افغان کډوال وباسئ

له چمنه سپین بولدک ته ستنول کېدونکي افغان کډوال. November 2, 2023

له چمنه سپین بولدک ته ستنول کېدونکي افغان کډوال. November 2, 2023

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، پولیسو ته یې امر کړی چې له دې ایالت څخه په یوه ورځ کې ۱۰ زره افغان کډوال وباسي.

د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی جان اڅکزي نن وویل، چارواکو پولیسو ته ویلي چې بې اسناده افغان کډوال ونیسي او افغانستان ته یې واستوي.

پاکستاني چارواکي وايي، ځینې بې اسناده افغان کډوال د پاکستان لېرې پرتو سیمو ته تللي چې ونه نیول شي.

اټکل کېږي چې په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو شمېر یو میلیون او ۷۰۰ زرو ته رسېږي، خو په تورخم او سپین بولدک کې د دوو خواوو چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنول کېدونکو کډوالو شمېر کم شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت وايي، له کله چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، تراوسه پورې ۴ لکه ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.