له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو زور زیاتی؛ جینیوا کې پرې فعالانو اعتراض کړی

په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو څخه د پلټنو پر مهال لیدل کېږي.

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالانو په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخته له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اعتراض وکړ.

د دغه غورځنګ یوه فعال فضل الرحمان افریدي پرون چهارشنبې رسنیو ته وویل، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او باید پاکستان د افغانانو د ایستلو بهیر سمدلاسه ودروي.

د بشري حقونو د څار سازمان هم په وروستي راپور کې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو په ځورولو، بندیانولو او نورو زور زیایتو تورن کړي دي.

پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال د نومبر تر لومړی باید له دغه هېواده ووځي.

د راپورونو له مخې، تراوسه پورې شاوخوا ۴ لکه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.