اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس؛ د طالبانو حکومت پرې اعتراض کړی

د اماراتو دوبۍ ښار

د طالبانو حکومت په متحده عربي اماراتو کې د ملګروملتو د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د دوی د استازو ته د بلنې نه ورکول، د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم وباله.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس نن په دوبۍ کې پیلېږي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په دې اعتراض کړی چې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته د دوی استازی نه دی بلل شوی.

دې ادارې ویلي چې د اقلیمي بدلون ستونزه نړیوال اقدام ته اړتیا لری.

پرون د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیمي بدلون د کنفرانس په درشل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ د اقلیمي بدلون له کبله له بحران سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځه ته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.