راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان او رحمت شاه

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان له جراحي عملیاتو وروسته یو وار بیا تمرینونه پیل کړي دي.

د افغان ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمت شاه پر خپلو ټولنیزو پاڼو له راشد خان سره په جیم کې د ګډو تمرینونو تصویر خپور کړی دی.

رحمت شاه لیکلي، راشد خان تر عملیاتو وروسته د نومبر په ۲۹مه نېټه په لندن کې په لومړي ځل تمرینونه وکړل.

راشدخان د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د لندن په یوه روغتون کې د ملا عملیات وکړل.

نوموړي تر عملیات وروسته ویلي و، ډاکترانو ورته ویلي چې له یوې نیمې تر دوو میاشتو پورې ارام وکړي.

هغه ویلي وو، له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملا دردونو په عذاب کړی و او دې ته اړ شو چې جراحي عملیاتو ته غاړه کېږدي.