طالبانو په نوي ډیلي کې د افغان سفارت د ژر پرانیستلو خبر ورکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزی

طالبان وايي، ژر به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرانیزي.

دا سفارت چې د افغانستان د جمهوري حکومت دیپلوماتانو اداره کاوه، تېره اوونۍ بند شو.

د سفارت کارکوونکو د بندېدو دلیل د هند او طالبانو پر له پسې فشارونه بللي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ملي تلویزیون ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې په درېیو ورځو کې به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شي.

له بلې خوا هندي رسنیو ویلي چې د طالبانو حکومت په هند کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

هندوستان ټایمز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په حواله ویلي، په حیدراباد او ممبي کې د افغانستان کونسلګرۍ له دوی سره په اړیکه کې دي.