د اسراییل او حماس اوربند پنځمې ورځې ته وغځېد

د روان اوربند پر مهال یو شمېر خوشې شوي اسراییلیان

د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند نن د پنځمې ورځې په مخه وغځېد.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني ژمنه کړې چې د احتمالي جګړې بیا پیل د مخنیوي لپاره به پاتې ملکي یرغمل هم خوشې کوي.

د دې ترڅنګ، اسراییل تر زیاتېدونکي فشار لاندې دی چې د جګړو د بیا پیلېدو په صورت کې باید د ملکي فلسطینیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

دواړو خواوو د نوامبر تر ۲۹ مې پورې د اوربند پر دوام موافقه وکړه .

په پام کې ده چې دوه ځلې نور به هم حماس اسراییلي یرغمل او اسراییل به فلسطیني بندیان خوشې کوي، خو له دې سره سره اسراییل ژمنه کړې چې که څرګنده شي حماس نور یرغمل نه خوشې کوي نو د خپل ټول ځواک په کارولو سره به دا ډله وځپي.