د اروپا جنوب ختیځ کې واورې او توپانونه؛ ۱۳ تنه یې وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

له ارشیفه په اروپا کې د واورې یو تصویر

د اروپا په جنوب ختیځ کې د ویجاړونکو ژمنیو توپانونو او واورو له کبله لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغو توپانونو په اوکراین، مولداوا ،روسیه، بلغاریا او رومانیا کې د تورسمندر سواحلو ته نژدې خلک زیانمن کړي دي.

د دغو توپانونو له کبله ګڼ شمېر کسان د ژمي په دې سړه هوا کې بې برېښنا شوي هم دي.