یونېسف: زمونږ واکسیناتوران له پاکستانه ستنېدونکي افغان ماشومان واکسینوي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، د دوی د واکسیناتوران د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د هغو کورنیو ماشومان واکسینوي چې افغانستان ته راستنېږي.

یونېسف نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي واکسیناتوران یې هغه ماشومان هم واکسینوي چې د واکسین له پخوانیو پړاونو بې برخې پاته دي.

معلومه نه ده چې د واکسیناتورانو دغه ډلې په کومو سیمو کې فعالیت لري، خو له پاکستانه افغان کډوال تر ډېره د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنول کیږي.

افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه دي چې تراوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس په کې له منځه نه دی تللی.

پولیو یو ډول ویروسي ناروغي ده چې د انسان د فلجېدو لامل ګرځي.

د سږ میلادي کال له پیله په افغانستان کې د دغه ویروس شپږ پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په ختیځ ولایت ننګرهار کې دي.