د هرات د امنیتي ډیالوګ د ناستې ګډونوال د افغانستان اوسني شرایط ناوړه بولي

ارشیف

د هرات د امنیتي ډیالوګ په نوم د یوې غونډې ګډونوال د افغانستان اوسني شرایط ناوړه بولي او وایي، د ژغورنې لپاره یې له خبرو او نورو غوراویو کار اخلي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان چې په تاجکستان کې د هرات امنیتي ډیالوګ د یولسمې غونډې ګډونوال دی، نن خبریالانو ته ویلي: "هیله لرو چې انشاالله دغه کنفرانس او نور ورته کنفرانسونه به د افغانستان ژغورنې ته لاره پرانېزي. مونږ هڅه کوو داسې لارې چارې ولټوو، ان د خبرو له لارې هڅه کوو او که خبرې نتیجه نه ورکوي، هغه لارې چارې کاروو چې پخوا مو د افغانستان د ژغورنې لپاره کړي او افغانستان د اوسنیو بدو شرایطو له شره خلاص کړو."

د غونډې یوه ګډونوال او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر داود مرادیان د ازادي راډیو تاجکستان څانګې ته ویلي چې دغې دوه ورځنۍ غونډې ته شاوخوا ۱۵۰ کسان غوښتل شوي چې د افغانستان سیاسي شخصیتونه او د نورو هېوادونو او سازمانونو استازي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغې غونډې په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.