د پاکستان پوځ: په جنوبي وزیرستان کې لږترلږه ۸ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان پولې ته نږدې د جنوبي وزیرستان یوه څنډه کې پاکستاني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان پولې ته نږدې په جنوبي وزیرستان کې یې لږترلږه ۸ سخت دریځي وسله‌وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي چې دغه عملیات یې تېره ورځ سرا راغه سیمه کې کړي دي، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې وژل شوي وسله‌وال د کومې ډلې کسان وو.

د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې په سرا روغه سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي فعالیت لري.

دغه عملیات داسې مهال شوي چې پرون د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان شوي ځانمرګي برید یو تن وواژه او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان حکومت په وار وار د افغانستان اوسنی حکومت تورن کړی چې تحریک طالبان پاکستان ته یې ځای ورکړی دی، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، دوی د پاکستان د امنیت ساتنې مسوولیت نه لري.