د هرات د امنیتي ډیالوګ ۱۱مه غونډه په دوشنبې کې پیل شوه

د تاجکستان بیرغ

د هرات د امنیتي ډیالوګ په نوم ۱۱مه غونډه نن سهار د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوه.

د طالبانو د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفو څېرو لکه د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او د هرات پخواني والي محمد اسماعیل خان او د ملي امنیت پخواني سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.

د غونډې یوه ګډونوال او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر داود مرادیان د ازادي راډیو تاجکستان څانګې ته ویلي چې دغې غونډې ته شاوخوا ۱۵۰ کسان غوښتل شوي چې د افغانستان سیاسي شخصیتونه او د نورو هېوادونو او سازمانونو استازي دي.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې دوی د هرات امنیتي دیالوګ په نوم دغې غونډه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان پر وضعیت او په تېره بیا د بشري وضعیت او بشري حقونو په اړه خبرې کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغې غونډې په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.