طالبان: د چمن-سپین بولدک له لارې ۲۶۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه کړای شوي

د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

د طالبانو چارواکي وايي چې پرون د چمن-سپین بولدک له لارې ۲۶۰ کورنۍ چې ۱۳۰۵ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو له خوا کنټرولېږي، د کندهار په سپین بولدک کې د راستنېدونکو د ثبت او تثبیت د کمېټې په حواله په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې دا خبر ورکړی دی.

باختر دغه راز لیکلي چې پرون بیا په تورخم کې ۱۸۲ کورنۍ چې ۱۰۲۰ کسان کېږي، په یوه کمپ کې ثبت او بایومټریک شول.

د طالبانو چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ هم له پاکستانه ۹۷۰ کورنۍ اخراج کړای شوي دي.

پاکستان د نومبر میاشتې له لومړۍ د بې اسناده افغانانو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د طالبانو د حکومت او نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې څلور سوه زره کسان له پاکستانه اخراج کړای شوي دي.