د اسراییل پوځ: د سره صلیب نړیوالې ادارې ۱۷ یرغمل شوي کسان راسپارلي

یو شمېر خوشې شوي یرغمل کسان د سره صلیب نړیوالې ادارې په موټر کې لیدل کېږي.

د اسراییلو پوځ وايي، د سره صلیب نړیوالې ادارې ۱۴ اسراییلي او درې تایلنډي اتباع چې یرغمل شوي وو، ورسپارلي دي.

د راپورونو له مخې د سره صليب نړيوالې ادارې د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې پولې ته څېرمه ۱۲ کسان د اسراییل امنیتي ادارې شن بېت ته سپارلي.

دوی د لومړنیو طبي معایناتو او د دوی له کورنیو سره د تماس لپاره د هاتزریم هوایي اډې ته وړل شوي.

د اسراییلو پوځ وايي، یو یرغمل په مستقیم ډول د هیلیکوپټر په واسطه روغتون ته وړل شوی دی.

څلور نور یرغمل شوي کسان هم د مصر د رفح پولې ته څېرمه نیول شوي او له هغه ځایه به اسراییلو ته وړل کېږي.

د اسراییلو پوځ وايي، د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره په دوامداره تماس کې دی او د هغوی له وضعیت څخه خبر ورکوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي په خوشې شویو کسانو کې یوه څلورکلنه نجلۍ هم شامله ده چې مور و پلار یې د اکټوبر میاشتې پر ۷مه د حماس افراطي ډلې په حمله کې وژل شوي وو.

بایډن هیله ښودلې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ څلور ورځنی اوربند به، چې نن یې وروستۍ ورځ ده وغځول شي.

دا د یرغمل نیول شویو کسانو درېیمه ډله وه چې د حماس له خوا خوشې کېږي.

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د اکټوبر په اوومه په اسراییلو د برید په ترڅ کې د راپورونو له مخې ۲۴۰ کسان یرغمل ونیول او له ځان سره یې یوړل.

د یرغمل نیول شویو د خلاصون او غزې ته د بشري مرستو د رسولو څلور ورځنی اوربند د جمعې له ورځې نافذ شوی.