روسي چارواکو ویلي، اوکراین د لږترلږه ۲۴ بې پیلوټه الوتکو په مرسته مسکو او د روسیې نور ښارونه په نښه کړي، خو د دوی د ادعا په اساس چې ډېر دا ډرونونه نسکور کړای شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی چې تولا،کالوګا، بریانسک او پلازمېنه مسکو هدف ګرځېدلي، خو په دې یوه سیمه کې هم کوم خاص زیان نه دی رسېدلی.
اخوا اوکرایني چارواکو ویلي چې د نومبر په ۲۶مه یې لږترلږه نهه روسي ډرونونه غورځولي.
دا یوه ورځ وروسته له هغه چې روسیې د کییف او نورو ځایونو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پراخه څپه پیل کړه.