د بنو په ځانمرګي برید کې پاکستاني ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له ارشیفه په بنو کې د یو شمېر پاکستاني سرتېرو تصویر

د خیبر پښتونخوا په بنو کې په یوه برید کې نن د ۱۳ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۱ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دي.

د اکثرو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی.

د بنو امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن غرمه د بنو – میرانشاه پر لویه لار د ازاد منډي په سیمه کې شوې ده.

چارواکي وايي چې د ۱۳ ملېشه ځواکونو ترڅنګ ۸ ملکیان ټپیان شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني ویلي چې د دوی کسانو د ملېشه ځواک پر ګزمې برید کړی دی او په نتیجه کې یې هغو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.