د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغان ښځو غږونه او استقامت نورو ته منعکسوو

یوه معترضه ښځه او طالبان - تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دوی به د افغان ښځو غږونه او استقامت، نورو ته منعکس کړي.

دغې ادارې پرون د ښځو په وړاندې د زورزیاتي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د پیل شوي ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې خپلو ټولنو ته د خدمت لپاره د افغان ښځو مبارزې ستایلي دي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نور تعلیم منع کړي او د دوی د پوهنتون زده کړې یې هم منعې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار پرون ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي دقیقې شمېرې نشته، خو له شک پرته چې په دغه هېواد کې له ښځو سره خشونت زیات شوی دی.