د بشري حقونو د څار ډله: تېرو ۲ کلونو کې له افغان ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

د کابل یو شمېر معترضو ښځو سره د طالبانو تاوتریخوالی - تصویر: له ارشیفه

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له ښځو سره تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

نن د نومبر پنځه ویشتمه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي دقیقې شمېرې نشته خو پرته له شکه چې په دغه هېواد کې له ښځو سره خشونت زیات شوی دی.

مېرمن بار زیاته کړه:

" افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون تصویب کړ او د دې کنوانسیون له مخې، ښځې له تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب حق لري. دا یو له هغو لارو څخه ده چې طالبان د نړیوالو قوانینو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه کوي."

د طالبانو حکومت وایي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه په افغانستان کې خوندې دي، خو دوی د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او د ښځو د یوشمېر کارونو مخه یې نیولې ده.

د دوی دا کړنې په کور دننه او په نړیواله کچه له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې دي.