ایرلنډ د ملګرو ملتونو په وسیله افغانستان سره ۵۰۰ زره یورو مرسته وکړه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې د مرستو له کمښت څخه شکایت لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا د افغانستان د مرستې له صندوق سره د ایرلنډ د ۵۰۰ زره یورو بسپنې خبر ورکوي.

اوچا پرون پر اېکس شبکې( پخواني ټویټر) په یوه بیان کې دا خبر ورکړی او له ایرلنډ څخه یې د دې مرستې له کبله مننه کړې.

د اوچا د بیان له مخې، ایرلنډ له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان د مرستې له صندوق سره د شاوخوا ۶،۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.

د دې مرستې خبر داسې مهال ورکړل شوی چې نړیوال مرستندوی سازمانونه په پرله پسې ډول په افغانستان کې د مرستو لپاره د بودیجې له کمښت څخه شکایت لري.