د جرمني یوه ګوند پر خپل حکومت د افغان کډوالو د لېږد پر پڅ بهیر نیوکې کړي

پاکستان مېشتي یو شمېر افغان پنا غوښتونکي - تصویر له ارشیفه

د جرمني کیڼپال (کین اړخي) ګوند د افغان کډوالو د لېږد د پڅ بهیر له کبله پر حکومت توند انتقاد کړی دی.

د جرمني خبري آژانس پرون د کیڼپال ګوند د غړې کلارا بونګر Clara Büngerله قوله خبر ورکړ چې نوموړې وايي د یوشمېر افغانانو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه د حکومت له خوا منل شوي، خو تراوسه نه دي انتقال شوي او اوس دا کسان له پاکستانه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

مېرمن بونګر پر حکومت غږ کړی چې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره حل کړي او د دې افغانانو د اېستل کېدو مخه ونیسي.

د جرمني د حکومت د رسمي ارقامو له مخې، دې هېواد د یوولس نیم زره افغانانو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه منلي چې له دې ډلې ۳ زره کسان په پاکستان، ۳ سوه په ایران او له اته زره زیات په افغانستان کې سترګې په لاره دي.