یونیسف: ۲۰ زره رضاکاران مو د افغانستان په کلیوالو سیمو ته روغتیایي خدمتونه کوي

تصویر له ارشیفه، افغانستان کې د یونیسف یو روغتیایي رضاکار

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د دوی له ملاتړه برخمن ۳۰زره رضاکاره روغتیايي کارکوونکي په کلیوالي سیمو کې تر ټولو زیانګالو کسانو ته روغتیايي خدمات رسوي.

د یونیسف د افغانستان څانګې پرون په خپله اکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د شکېبا اعتمادي په نوم د خپلې یوې رضاکارې روغتیايي کارکوونکې په اړه په یوه ویډیو کې تفصیلات خپاره کړي چې په دغو ۳۰زره محلي روغتیايي کارکوونکو کې شامله ده.

د دې ادارې په وینا مېرمن شکېبا ویلي، دوی کمزوري ماشومان معاینه کوي که په خوارځواکۍ اخته وي کورنیو ته یې سلا مشوره ورکوي، یا یې هم روغتیايي کلنیک ته لېږي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په فبروري میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د بېوزلۍ له کبله د افغانستان روغتیايي نظام له زیاتو فشارونو سره مخامخ دی .