یوه جرمنۍ موسسه: طالبانو مو ۴ کارکوونکي نیولي، افغانستان کې مو فعالیتونه وځنډول

په جرمني کې د GIZ مرکزي دفتر

د جرمني یوې غیردولتي موسسې ویلي چې په افغانستان کې یې د طالبانو کسانو، څلور کارکوونکي نیولي او دا پېښه په افغانستان کې تر بلې خبرتیا پورې د دوی د فعالیتونو د ځنډېدو سبب شوې ده.

د نړیوالې همکارۍ لپاره د جرمني ټولنې یا (GIZ) پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه څلور نیول شوي کارکوونکي یې افغانان دي، چې په افغانستان کې یې عملاً کار کاوه.

په اعلامیه کې د جرمني د پرمختیا فډرال وزارت د ویاند په وینا ویل شوي چې دوی له ټولو کانالونو په استفاده د خپلو دغو څلورو کارکوونکو د خوشې کېدو هڅه کوي.

GIZ وايي په افغانستان کې یې د کارکوونکو شمېر څه باندې ۲۵۰ ته رسېږي.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې، په اکتوبر میاشت کې یې هم څلور کارکوونکي د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا د لنډ وخت لپاره نیول شوي وو.

اعلامیه وايي طالبانو د جرمني د دې ادارې کارکوونکي په جاسوسي فعالیتونو تورن کړي دي.

طالبانو د دې موضوع په باب رسماً کومه تبصره نه ده کړې.