زهرا بلوچ په افغانستان کې د ټي ټي پي پر ضد د چټک اقدام غوښتنه وکړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) پر وړاندې د چټک اقدام غوښتنه وکړه.

پاکستاني رسنیو له دې ډلې سما شبکې راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا خبره پرون پنج شنبه په یوه کنفرانس کې وکړه.

هغې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو ډله، په افغانستان کې دننه له خپلو پټنځایونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

زهرا بلوچ د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د تحریک طالبان پر وړاندې اقدامات وکړي.

دوې اوونۍ مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم، انوارالحق کاکړ ویلي وو، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه اېستل کیږي چې افغانستان د هغو پاکستاني افراطي وسلوالو په مخنیوي کې پاتې راغلی چې د خاورې په کارولو سره یې په پاکستان کې عملیات مخ ته وړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په پاکستان کې د امن ټینګول د طالبانو د حکومت مسوولیت نه دی.