جوبایډن خپل مصري سیال سره د غزې پر وضعیت او راتلونکې خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه د مصر له ولسمشر محمد عبدالفتاح السیسي سره د غزې د وضعیت او د دې تړانګې د راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي بایډن خپل مصري ساري ته وویل، امریکا له غزې تړانګې څخه لوېدیځې غاړې ته په زوره د فلسطینیانو له لېږدولو سره مخالف دی.

د سپینې ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم، د امریکا ولسمشر د فلسطیني هېواد د جوړېدو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ، ویې ویل چې مصر د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې مثبت رول لري.

مصر او اردن په سیمه کې د روانې جګړې له پیله له غزې څخه خپلو خاورو ته د فلسطینیانو د اړ اېستلو له احتمال سره سخت مخالفت کړی دی.

له بلې خوا د امریکا د باندنیو چارو وزیر نن (پنجشنبې) د اسراییل او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د موقتي اوربند په اجرا کې د ځنډ په باب د قطر له صدراعظم سره ټېلفوني خبرې وکړې.

ټاکل شوې وه چې اسراییل او حماس د څلورو ورځو په مخه د جنګي عملیاتو د درولو په وړاندې له اسراییل څخه ۵۰ تنه تښتول شوي ښځې او ماشومان او د فلسطین ۱۵۰ امنیتي بندیان تبادله کړي.

د خبري اژانسونو د راپور له مخې، انتوني بلینکن د موافقې د اجرا د پړاوونو، د یرغمل شویو اسراییلیانو د خلاصون د پروسې او غزې ته د بشري مرستو د رسیدو پر اهمیت د قطر له صدراعظم محمدبن عبدالرحمان آل ثاني سره خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، د قطر صدراعظم، چې هیواد یې د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې په کېدو کې د منځګړي رول لوبولی، د جګړې د درېدو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ، ویې ویل: د سولې یوازېنۍ لار د اسراییل ترڅنګ د فلسطیني هېواد د جوړېدو د طرحې تطبیق دی.