د طالبانو د حکومت یو شمېر مخالفان نن په مسکو کې غونډه لري

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم دغې عونډې ته تللی

ټاکل شوې ده چې د طالبانو د حکومت یو شمېر مخالفان نن په مسکو کې راغونډ شي.

دوی د روسیې د عدالت ګوند په بلنه، «افغانستان د اوس او راتلونکې په منځ کې» په نوم غونډه کې ګډون کوي.

دغه ګوند څو میاشتې پخوا هم احمد مسعود مسکو ته بللی و.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي احمد مسعود او ورسره ملګری پلاوی د روسیې د پارلمان د عدالت ګوند په ملاتړ «د یوې عادلې نړۍ انستیتیوت» له لوري په کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د مقاومت جبهې په خبرپاڼه کې د دې کنفرانس د نورو برخوالو د نومونو یادونه نه ده شوې خو د دې مقاومت یوه بل مشر احمد معنوي بی بي سي ته ویلي چې محمد محقق، فوزیه کوفي، احمدولي مسعود، محمد ظاهر اغبر او یو شمېر نور کسان به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د مقاومت د ملي جبهې ترڅنګ څو نورې جبهې او ډلې هم ځانونه د طالبانو وسله وال او مخالفې ډلې ګڼي او کله نا کله د بریدونو ادعاوې هم کوي.