د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان او باجوړ کې د ۲ پوځیانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي

د پاکستان یو شمېر پوځیان

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان او باجوړ کې په څو بریدونو کې د دوو پوځیانو په شمول ۶ تنه وژل شوي دي.

لومړۍ حمله پرون د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې وشوه او په لړ کې یې د پاکستان د پوځ پر اساس دوه پوځیان ووژل شول.

له دې وروسته د د واڼې په یوه دوکان کې بم وچاودېده چې د پولیسو په وینا په نتیجه کې یې یو حکومت پلوه سپین ږیری او دوه تنه نور ووژل شول.

تر دې پېښو وړاندې پرون په باجوړ کې په یوه ورځ دوې چاودنې وشوې چې دوه کسان پکې وژل شول.