د نیویارک ولایتي مشره: د امریکا- کاناډا ترمنځ پر پله رامنځته شوې پېښه ترهګریزه نه ده

د نیویارک ایالت ګورنره ،کیټي هوچول

د امریکا د نیویارک ایالت ګورنره کیټي هوچول وایي، د دې هېڅ نښه نشته چې د امریکا او کاناډا ترمنځ په پوله یوه پله کې پرونۍ چاودنه به یو ترهګریز برید و.

چارواکو وویل، یو موټر چې پرون چهارشنبې د امریکا له خوا د متحده ایالاتو - کاناډا ترمنځ د پل په لور ګړندی روان و، د پله د کنټرول له یوې پوستې سره یې ټکر وکړ اوچاودنه پکې رامنځ ته شوه چې په نتیجه کې یې دوه کسان ووژل شول.

دغه پېښه د دې سبب شوه چې په سیمه کې د پولې دروازې وتړل شي. تراوسه د دغې چاودنې په اړه چې له امله یې په پوله کې څلور دروازې تړل شوي او دواړو لورو کې یې اندېښنې پارولي، زیات جزیات نه دي په ډاګه شوي.

په امریکا کې د Thanksgiving یا د شکرانې په نوم د کلني دودیز جشن د لمانځلو په مهال چې ډېرخلک تګ راتګ کوي او ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته وي، د ټرافیکي خوندیتوب لپاره کلک تدابیر نیول کیږي.