اسراییل: د غزې یرغمل شوي به تر سبا مخکې را خوشې نه شي

د غزې جګړه د درنو ویجاړیو او مرګ ژوبلې ترڅنګ د یرغمل نیونې پېښې هم لري

د اسراییل د ملي امنیت سلاکار وایي، د هغه موقت اوربند له مخې به چې د اسراییل او حماس ترمنځ شوی، د حماس له لوري یرغمل شوي د نومبرتر۲۴ مې یعنې ترسبا جمعه مخکې ازاد نه شي.

حماس به چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د شوي څلور ورځني اوبند له مخې لږ ترلږه پنځوس یرغمل ازادوي او اسراییل یې په بدل کې له خپلو زندانونو لږترلږه یونیم سل فلسطیني بندیان خوشې کوي.

ټاکل شوې وه چې وړمه ورځ پردغه موقت اوربند د شوې موافقې وروسته په ۲۴ ساعتونو کې یې عملي کیدل اعلان شي خو په دې اړه چې هغه به کله عملي کیږي او یرغمل به ازادیږي، تراوسه رسمي اعلان نه دی شوی.

په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې له پیله یې نژدې اوه اونۍ ووځي، د دغه لومړني موقت اوربند په اړه موافقه د قطرپه منځګړیتوب ترلاسه شوې ده.