د شمالي وزیرستان چاودنې ۲ پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستاني پوځیانو یو تصویر - ارشیف

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې د دغه هېواد دوه پوځیان وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چاودنه پرون چهارشنبه د رزمک په نوم سیمه کې د دوی د پوځیانو پر کاروان شوې ده.

د پاکستان پوځ د وژل شویو همکارانو عمرونه ۳۰ او ۳۳ ښودلي او زیاته کړې ده چې د عاملینو د نیولو هڅې يې پيل کړي دي.

تر پرون ماښامه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه و منلی، خو په شمالي وزیرستان او د پاکستان په یوشمېر نورو سیمو کې د ورته اکثره بریدونو مسولیت پخوا تر دې ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان منلی دی.