د کډوالو عالي کمېشنري پاکستان ته؛ د بې اسناده کډوالو نیول او اخراج ودروئ

پاکستان کې افغان کډوالو پسې ګرځیدونکي پولیس ځواکونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا ( یو.ان.ایچ.سي.ار) په پاکستان کې د افغانانو په ګډون د بې اسناده کډوالو پر نیولو او اخراج اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې سملاسي دغه لړۍ ودروي.

د دغې کمېشنرۍ سیمه ییز ویاند بابر بلوچ د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په افغانستان کې په داسې حال کې چې سوړ ژمی را روان دی، زرګونه کډوال د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.

هغه وایي چې سړه هوا د کډوالو ژوند ګواښي او په خبره یې د افغانستان نازک بشري وضعیت لا پسې خرابوي.

پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه، د دوی په ټکو بې اسناده افغان کډوالو د اخراج لړۍ پيل کړې ده.