د پاکستان د بلوچستان یو ایالتي وزیر: تر جنورۍ باید ټول بې اسناده افغان کډوال واېستل شي

د افغان کډوالو د اېستو لپاره د پاکستاني ځواکونو هڅې

د پاکستان د بلوجستان ایالت یوجګپوړی چارواکی وایي، ټول بې اسناده افغان کډوال باید ترجنوري میاشتې پورې له پاکستانه واېستل شي.

د بلوچستان د سیمه ییز حکومت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې ټول کډوال باید له پاکستانه ووځي، ځکه په افغانستان کې د ده په وینا کورنۍ جګړه پای ته رسیدلې.

د جرمني خبري اژانس د راپورله مخې، ښاغلي اڅکزي همدارنګه وویل، کله چې له پاکستانه د ټولو بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ بشپړه شي، د نورو کډوالو د اېستلو لپاره به هم مهال ویش اعلان شي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، په دې هیواد کې شاوخوا ۴،۴ ملیونه افغان کډوال اوسي چې ۱،۷ ملیونه یې غیرقانوني کډوال بلل شوي دي.

د پاکستان حکومت د دغو افغانانو د اېستلو لړۍ د نومبرمیاشتې له لومړۍ نیټې رسماً پیل کړې چې په ترڅ کې یې د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره تردا وروستیو پورې له څلورلکه زیات افغانان بیرته خپله هیواد ته ستانه شوي دي.