د امریکا بهرنیو چارو وزارت: امریکا ته د لېږدیدونکو افغانانو په اړه پاکستان سره له نږدې په اړیکه یوو

تصویر له ارشیفه، پاکستاني ځواکونه د افغان کډوالو د اېستو د عملیاتو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو زیانګالو او له خطر سره مخ افغانانو د خوندیتوب په اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې په تماس کې دي چې امریکا ته د لېږدیدو لپاره په هغه هېواد کې انتظارباسي.

د دې وزارت ویاند متیو میلر پرون سې شنبې په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل:

" موږ متحدو ایالتونو ته د لېږدیدونکو کسانو د خوندیتوب په اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې او دوامداره تماس کې یو. موږ غواړو چې د پاکستان له حکومت سره په ښه نیت کار وکړو تر څو هرې هغې اندېښنې ته چې ښایي ولري یې، ځواب ووایو. موږ د زیان منونکو او له خطر سره مخ افرادو خوندیتوب ته ډېره اندېښنه لرو. موږ په دې باوریو چې دا زموږ د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندي او اغېزناکې بیا مېشتیدنې ډاډ ترلاسه کړو. موږ له خپلو ټولو شریکانو سره یو ځای د پاکستان په ګډون له ټولو هیوادونو څخه غواړو چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې په چلند کې خپل اړوند مکلفیتونه پوره کړي او د افغانستان ټول ګاونډیان په کلکه هڅوو چې هغو افغانانو ته د ننوتو اجازه ورکړي چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي اود بشردوستانه مرستو چمتو کولو لپاره له نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي."

ښاغلي میلرپه دې اړه چې په اوس وخت کې څومره افغانان د امریکا د ویزې د ترلاسه کولو او هغه هېواد ته د لېږدیدو لپاره په پاکستان کې انتظارباسي، دقیق شمېر ونه ښود خو له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې دوی به هغه ۲۵ زره افغان کډوال افغانستان وانه ستوي چې امریکا ورڅخه غوښتنه کړې ده.