عراق: امریکا پر خپلې یوې اډې د برید غبرګون کې پر ایران پلوو ملېشو برید کړی

یوه امریکایي الوتکه، چې ویل کیږي ایران پلوه ملېشې یې په نښه کړي

پر امریکايي ځواکونو پرون د عراق په یوه هوايي اډه کې برید وشو، چې په ځواب کې یې د امریکا یوې پوځي الوتکې د دفاعي اقدام په ترڅ کې د ایران پلوه ملېشو یو وسله وال وواژه.

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې د پلازمېنې بغداد په لویدیځ کې د امریکا هوايي اډه پرون د بالستیک توغندي په وسیله په نښه شوه.

د دغې پېښې په پایله کې اته تنه سرتېري ټپیان شول او نژدې تاسیساتو ته برسېرن زیان واوښت.

د پنټاګون ویاندې سبرینا سینګ وویل، د پوځ یوې الوتکې چې په هوا کې ګرځېدله، د ایران پلوه ملېشو موټر په نښه کړ.

د امریکا پوځ وايي چې په دې برید کې دښمن ته مرګ ژوبله واوښته.